پکتیا؛ په څمکنیو ولسوالۍ کې د نوید غوره لیګ د WTF تکواندو درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د WTF تکواندو فدراسیون له لوري په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون د نوید غوره لیګ د (الق، دس لنا) په نوم د WTF تکواندو درېیم سیالۍ ترسره شوې.
يادې سیالۍ د استاد محمد وکيل " نويد" له خوا د څمکنيو ولسوالۍ تکواندو ورزشکارانو ترمنځ په دوو الف او ب ګروپونو کې ترتيب شوې وې، چې الف ګروپ د 54 نمرو په اخېستلو لومړۍ او ب ګروپ 30 نمرو په اخيستلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.
يادې سیالۍ د تکواندو راتلونکو سیاليو لپاره د ورزشکارانو چمتو کولو او همدارنګه داورانو ته د داوري او روزونکو ته د روزنې فرصت برابرولو په موخه د یوې ورځې لپاره ترتیب شوې وې.
د یادو سیالیو په پایله کې محمد ریاض د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
