پکتیا؛ په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۰:۳۵
پکتیا؛ په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د دوو کټګوریو نویو ځوانانو او ځوانو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې په ولسوالیو او کلیو کې ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول وو.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د ځوانانو کټګورۍ لومړی مقام حفیظ الله، او د نویو ځوانانو کټګورۍ لومړی مقام محمد الله ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکاران ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۵۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سیالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو. . .

BACK TO NEWS