پکتیا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورت سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۴
پکتیا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورت سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون تر چتر لاندې د اوسپورت سبک د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورت سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

هېره دې نه وي ، چې د يادو سياليو موخه راتلونکو ټاکنيزو سیالیو ته د ورزشکارانو چمتووالی ياد شوی او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول..

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS