پکتیا؛ مرکز گردېز ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۱:۲۹
پکتیا؛ مرکز گردېز ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې له اتو ولایتونو د ۵۵ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ، پکتیکا، ننگرهار، لغمان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې غړک لوبډلې خپلې سیالې عبدالله بهار لوبډلې ته د۲/۱ میدان په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS