پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د ۹۰ ورزش کارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۲۰:۵۷
پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د ۹۰ ورزش کارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د ۹۰ ورزش کارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له څلورو کلپونو څخه د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ۹۰ تنو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې میوند کلپ د ۲۷ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، نوید کلپ د ۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او حیدري کلپ بیا د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

همداراز له دغو سیالیو څخه لس تنه د نویو ځوانانو او اته تنه بیا د ځوانانو له کټګوري څخه د یاد ولایت د WTF تکواندو ولایتي لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادونې وړ ده، چې له میوند کلپ څخه نقیب جان سادات د غوره لوبغاړي او احسان الله ذهین د غوره روزونکي په توګه ونومول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS