پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۳۶
پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B سیالۍ د طلوع خورشید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د طلوع خورشید B او ابراهیم خېلو B لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې طلوع خورشید لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه او دواړو لوبدلو د A ګروپ لوبډلو کز د شمولیت امتیازونه ترلاسه کړل.

یادې سیالۍ چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS