پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې یې امید لومړی، بخت محمد دویم او شفیق الله درېیم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه په یاد ولایت کې د سنوکر ورزش ته وده ورکول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
