پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۲
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې یې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د راتلونکو ټاکنیزو سیالیو لپاره د ورزشکارانو د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهلوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې له څلورو ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږم پړاو زوني سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۸ جوړو لوبې مساوي او ۸۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۲
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS