پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د هیبت خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هیبت خېلو لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې شرافت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
