پکتیا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۲۴
پکتیا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو د ٧٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاني خېلو زلميو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له پکتیا، خوست، لوګر او کابل ولایتونو څخه ٧٢ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې د جاني خېلو زلميو لوبډلې د ٣ پر ١ میدانونو په توپیر خپلې سیالې پټان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.

يادې سیالۍ په دغې ولسوالۍ کې د والیبال د ودې او پرمختګ په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پایله کې اتلې لوبډلې ته یو پسه او غوره ورزش کارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۵۴
Background image

تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۵۳
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې له ۱۵ لوبډلو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لویانو په عمري کټګوري کې. . .

BACK TO NEWS