پکتیا؛ احمد خیلو ولسوالۍ کې د امن په نوم د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۲۵
پکتیا؛ احمد خیلو ولسوالۍ کې د امن په نوم د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت په احمد خیلو ولسوالیو کې د پکتیا د سپورټ ریاست او والیبال فدراسیون په ګډو هڅو د ۵ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو.

په دې سیالیو کې د پکتیا د ولسوالیو د لوبډلو په ګډون له خوست، لوګر، وردګ او غزني ولایتونو څخه ۳۵ لوبډلو ګډون کړی او د شپږو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د پکتیا د سپورټ ریاست مشر د ټورنمنټ د پیل په مراسمو کې توصیه وکړه، چې د اسلامي شریعت ټول اصول باید په ځان عملي کړو.

همدارنګه نوموړي ورزش د یووالي سمبول وباله او ټینګار یې وکړ، چې هيڅکله باید د قومي، سمتي او ژبنیو توپیرونو ښکار نه شي.

د ټورنمنټ موخه په لیرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده او پراختیا ورکول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS