پکتیا؛ احمداباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د احمداباد ولسوالۍ په اتحاد لوبغالي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې نېستيکوټ لوبډلې خپلې سيالې غړک لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یوالی دی، چې لس ورځي به دوام وکړي.