پکتیا؛ احمدآباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د احمدآباد ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې دولتزیو لوبډلې خپلې سیالې مچلغو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د ليري والي په موخه ترسره کېږي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.