پکتيکا کې د K1 کيک بوکسينگ سبک شپږم پړاو سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۵
پکتيکا کې د K1 کيک بوکسينگ سبک شپږم پړاو سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او آمريت په همغږي، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د څلورو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کيک بوکسينگ "ميرويس وزيرزي کټوازي" شپږم پړاو شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له ولس تمريناتي، ميست اتل، ځوان او گولډ کلبونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ولس تمريناتي کلب لومړی، ميست اتل کلب دويم او ځوان کلب بيا درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د ورزشکارانو هڅولو په موخه ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۶
Background image

هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS