پکتيکا کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د مرکز او ولسواليو کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ په شپږو بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۵۲ کليو گرام وزن کې نيازالله، ۶۲ کليو گرام وزن کې صداقت، ۷۰ کليو گرام وزن کې قدرت الله، ۷۲ کليو گرام وزن کې همت الله، ۸۰ کليو گرام وزن کې صفی الله او ۹۵ کليو گرام وزن کې عبدالمنان د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د نويو استعدادونو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
