پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ريحان او پلتوني بند زمريانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ريحان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې پلتوني بند زمريانو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اوو ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS