پکتيکا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د مدد خېلو ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۴ ب لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ د مدد خېلو ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې شاوخوا دوې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې مدد خېلو ب لوبډلې خپلې سيالې عزیز الرحمن ب لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.