پکتيکا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسنيز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۵۱
پکتيکا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسنيز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د اطلاعاتو، کلتور رياست او کرکټ امريت په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسنيز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د پښتون غږ راډيو، پکتيکا ملي راډيو، تعليم الفرقان راډيو، مېلمه راډيو او اطلاعاتو، کلتور رياست لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د پښتون غږ او ملي راډيوگانو ترمنځ ترسره شوه، چې پښتون غږ راډیو د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۹ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ملي راډيو د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۱۱۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۵ منډو په توپير وبايلله.

د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د رسنيو خبريالانو لپاره د سالمې تفريح برابرول او ترمنځ يې همغږي رامنځته کول دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS