پکتيکا کې د‌ ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېخانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۳
پکتيکا کې د‌ ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېخانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د فوټبال سيالۍ د شېخانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، پايلوبه يې د شېخانو او ش.ه.ي.د ذوالفقار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسیده، خو په پنالټيانو کې شېخانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS