پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په مست کلي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د قهرمان کرکت او يوسف خېل ټايګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه یوسف خېل ټايګر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زيان ۱۱۲ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې قهرمان ټايګر لوبډلې ياد هدف په اسانۍ سره بشپړ کړ او په اوو ويکټو يې بريا خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به ۱۴ ورځې دوام وکړي.