پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال فدراسیون او خانۍ کلا ځوانانو له لوري د يووالي په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د دېګان لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د ديګان زلمو او ملاخېل لوبډلو لار موندلې وه، چې د لوبې لومړۍ پاڼۍ ملاخېل لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف کېښود، ديګان لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او پايلوبه يې په خپل نوم کړه.
بايد يادونه وشي چې دغه سيالۍ چې لس ورځې یې دوام وکړ موخه يې د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.
هېره دې نه وي چې په پای کې اتلې لوبډلې ته د نورو ډاليو ترڅنګ یو موټر سايکل هم د ډالۍ په شکل ورکړل شو.
