پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، فوټبال فدراسیون او د مرکز ښرنې د ځوانانو په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سيالۍ چې ۸ ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د جاويد او شير باز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پيناليټي شوټونو کې جاويد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول ياد شوي دي.