پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۰:۵۹
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال فدراسیون او کوټوالو ځوانانو له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کالیزې د په ویاړ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي د پیل لوبه یې د سلیم او انور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سلیم لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۳۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته انور لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۱۴ منډو یې سیالي بایلوده.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د ازادۍ د ۱۰۴ کالیزې لمانځه وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۴۵ پهلوانانو خپلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند دورې لاندې ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۵. . .

BACK TO NEWS