پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او خواجه خېلو ځوانانو له لوري د مرکز او مټاخان ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي ياران لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو پايلوبې ته یاران او خلیل لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې یاران لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
