پکتيکا؛ په زيړوک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۴۴
پکتيکا؛ په زيړوک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت، ټېپ بال فدراسيون او د زيړوک ولسوالۍ د ورژاڼه د کلي د ځوانانو له لوري د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د عصمت الله او شفیع الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه عصمت الله لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې شفيع الله لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۲ اورونو په لوبولو سره يې ۷۳منډې جوړې کړې او په ۴۳ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سيالۍ به ۷ ورځې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول او ځوانانو ته د سالمې تفریح چمتو کول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS