پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په لړ کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د نيک نواز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې نيک نواز لوبډلې خپلې سيالې لړ کلي لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
