پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۹:۳۴
پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې دوې مياشتې يې دوام وکړ، پايلوبه يې د سوپر افغان او خاندار يوولس ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسیده، خو په پنالټيانو کې سوپر افغان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرې کلا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې سرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۶۰، ۷۰ او ۸۰ کیلو ګرام وزني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲
Background image

کونړ؛ شیګل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د موڼي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبله کې. . .

BACK TO NEWS