پکتيکا؛ يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ميوه خان او نکام کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مېوه خان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د سالمې تفريح برابرول او لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.