پکتيکا؛ نکه ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نکه ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بهار لوبډلې خپلې سيالې عبدالولي لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سیالیو موخه واليبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ