پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۰
پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مټاخان ولسوالۍ مړيانو کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سورکي کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې چامړي او سورکي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه سورکي کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې چامړي لوبډلې ۷۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS