پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۳۲
پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د ابدلانو او اليون سټار لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ابدلانو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې اليون سټار لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۹۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۷ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS