پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۵:۵۷
پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ښرنې ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې حنظله لومړی، ابراهيم دويم او شاه محمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ‌‌‌.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS