پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۰:۲۲
پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په نوې سرې کلا کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څلور ورځې مخکې پيل شوې وې، د مدد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مدد خېلو او م.ل.ا.ي.ا.ن.و لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مدد خېلو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې م.ل.ا.ي.ا‌.ن.و لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS