پکتيکا؛ مرکز شرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۲۹
پکتيکا؛ مرکز شرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په کشيوال کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اسماعيل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اسماعيل او کشيوال C لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې اسماعيل لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گولړپه توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د شوروي اتحاد د ماتې ورځې لمانځل وو، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS