پکتيکا؛ لنډۍ شاه سيمې ځوانانو لوبډلې د مټا خان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۶
پکتيکا؛ لنډۍ شاه سيمې ځوانانو لوبډلې د مټا خان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لنډۍ شاه سيمې ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د دولتزو او لنډي شاه سيمې ځوانانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې لنډۍ شاه سيمې ځوانانو لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف کېښود، د دولتزو لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او د ۳۸ منډو په توپير لنډۍ شاه سيمې ځوانانو لوبډلې یې اتلولي په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ليرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول و.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS