پکتيکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۲۶
پکتيکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شخېل آباد ولسوالۍ په حکم کلا کلي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د نامتو او حکم کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې حکم کلا لوبډلې سيالې نامتو لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه نړيوالو ته د افغانستان امن ښودل دي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS