پکتيکا؛ د مرکز شرنې په علي بابا لېسه کې د يووالي په نوم د ټېپ بال سيالۍ د دوولسم "ب" لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۹:۳۴
پکتيکا؛ د مرکز شرنې په علي بابا لېسه کې د يووالي په نوم د ټېپ بال سيالۍ د دوولسم "ب" لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت مرکز شرنې د علي بابا لېسې ادارې او ټېپ بال فدراسیون له لوري د ټېپ بال اووه اوريزه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې د علي بابا لېسې د ٣٤ ټولګيو ترمنځ پيل شوې وې د دوولسم "ب" لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

د دغو پايلوبې ته د دوولسم "ج" او دوولسم "ب" لوبډلو لار وموندله، چې د دوولسم "ج" لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ٧ اورونو کې يې ٨٦ منډې وکړې.

په مقابل کې د دوولسم "ب" ټولګي لوبډلې ورکړل شوى هدف په ٦ اور کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د ٥ ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه د ټولګيو ترمنځ يووالى رامنځته کول و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS