پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۲۳
پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جاني خېلو ولسوالۍ په چامړۍ کلي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه یارانو لوبډلې خپلې سيالې چامړۍ لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS