پکتيکا؛ بکخېل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بکخېل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې بکخېل لوبډلې خپلې سيالې شرنې لوبډلې ته د ۲ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا لس ورځې دوام وکړي.
