پکتيکا؛ استاد حبيب الرحمن لوبډلې د التنسيق خصوصي لېسې د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د مرکز ښرنې ښار په التنسيق خصوصي لېسې کې د پنځو لوبډلو ترمنځ زده کوونکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د استاد حبيب الرحمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د استاد حبیب الرحمن او استاد محمد افضل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، استاد حبيب الرحمن لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف کېښود، استاد محمد افضل لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د څلورو منډو په توپير يې ماته ومنله.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
