پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۵۲
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې مخکې پيل شوې وې د نظر شاه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نظر شاه او عزت الله لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه نظر شاه لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د پنځو لوبډلو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې عزت الله لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

BACK TO NEWS