پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۴۶
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سبيل او قسمت کلبونو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سبيل کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف کېښود، په ځواب قسمت لوبډلې ياد هدف په ۹م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۱
Background image

میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بند چک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ستورو پوپل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS