پکتيکا، په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ د علي خېلو ځوانانو له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځوان فکر په نوم د واليبال سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سيالې عثمان ځدران لوبډلې ته د ۳_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو په اسلامي فکر روزنه او همدرانګه د ځوانانو ترمنځ د قوي همغږۍ رامنځته کول وو.
بايد يادونه وشي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
