پکتيا کې د GC S سازمان ازادې سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۱:۴۰
پکتيا کې د GC S سازمان ازادې سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د ۶۰ تنو لوبغاړو په شتون کې د ټاپ فایټرانو تر عنوان لاندې د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د GC S سازمان له خوا د پکتيا د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ جوړې شوې وې، چې په کې پکتيا لومړی مقام او او خوست دوهم مقام وګاټه.

په دغو سیالیو کې د پکتیا، خوست، لوګر، کابل او ننګرهار ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه او په پای کې غوره لوبغاړو ته کمربندونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو لوبو د پيلولو موخه خلکو تر مڼځ د ورزش د روحيې ژوندي ساتل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS