پکتيا کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونگ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په مرکزي سټوډيوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کونگ فو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پای کې ۱۴ تنه غوره ورزشکاران د پکتيا کونگ فو لوبډلې ته غوره شول.