پکتيا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۳۶
پکتيا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د سامبو کورش دوستانه سیالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له مرکز او ولسوالیو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه او چمتو شوې ډالۍ وکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۶:۴۴
Background image

کابل کې د پنځو ښوونځیو لوبډلو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون له لوري د معارف رياست د پنځو ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو.

د ياد تمريني کمپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

BACK TO NEWS