پکتيا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کونگ فو سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
پکتيا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کونگ فو سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونگ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کونگ فو دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د اتلولۍ حکمونه او بري ليکونه يې ترلاسه کړل.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۴
Background image

د ورزش ادارې رهبري هغه ورزشکار وستایه چې له بامیان تر کابله په ځغاسته راغلی و

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومري رئیس مولوي احمدالله وثیق او نورو رهبري غړو د بامیان ولایت د ځغاستې ورزشکار مرتضی نجفي سره ولیدل او هغه یې وستایه.

مرتضی نجفي د بامیان ولایت له مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په قلعه قیام سیمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې ٦٤ د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د انار پاچاهانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS