پکتيا کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۵۶
پکتيا کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ گردېز ښار په مرکزي سټوډيوم کې د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو کلبونو څخه د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې لس تنه غوره ورزشکاران د پکتيا منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS