پکتيا کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو غوراوي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۱۴
پکتيا کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جوجيتسو فدراسيون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په مرکزي سټېډیوم کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د جوجيتسو غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو کلبونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې لس تنه د پکتيا جوجيتسو منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري غوره شويو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS