پکتيا کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۸:۵۷
پکتيا کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز اتفاق لوبغالي کې د ۲۸ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې آريانا لوبډلې خپلې سيالې سادات لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د ياد ولايت الف ليګ ته د دوو غوره لوبډلو موندلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۱۴
Background image

د تکواندو ای ټي اېف افغان ورزشکارانو په اسیایي سياليو کې اووه مډالونه وګټل

د جنوبي اسيا ٢٠٢٦ ای ټي اېف تکواندو اتمه پړاو سیالیو څخه افغان ورزشکارانو ٢ د سرو زرو، ٤ د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

دغه سیالۍ، چې په انفرادي، ګروپي او د فورم د اجرا په ډول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۱۳
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۱۰
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال C ليګ سيالۍ د اميد آرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS